کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کډوالۍ نړیوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې تېر کال د افغانستان له دوه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه درې نیم میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د یاد سازمان په خپاره شوي راپور کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر څه باندې درې میلیونه او پنځه سوه زره و.
په دغه راپور کې له هېواده ایران او پاکستان ته د تللو افغانانو شمېر څه باندې دوه میلیونه او څلور سوه زره بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ د یادو هیوادونو د پولیسو له لوري سلګونه افغانان نیول کیږي او بېرته خپل هیواد ته راستنیږي.