افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک راتلوونکې اوونۍ ۲۰ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو له لوړېدو سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی چې دغه بانک ۲۰ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دا پیسې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

خبرپاڼه کې د افغانستان بانک له ټولو پر شرایطو برابرو بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.

طالبانو روانه اوونۍ هم په کابل کې ۱۸ میلیونه ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.