افغانستانخبرونه

ناپېژنده وسله والو په ننګرهار کې یو طالب سرتیری وژلی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناپېژنده وسله والو یو طالب سرتیری وژلی دی.

 سرچینې زیاته کړې چې د صفت الله په نامه یاده طالب د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په خپل کور کې تر ځړولو وروسته وژل شوی دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څه موده وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې دوه کسان چې ګومان کېده طالبان به وي، له وژل کېدو وروسته د ناڅرګنده وسله والو له لوري یې جسدونه سوزول شوي وو.