کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ملګري ملتونه وايي، د غزې د جګړې د کنډوالو پاکول ښايي ۲۱ کاله وخت ونیسي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې د اسراییلي بریدونو په پایله کې د ویجاړ شویو ودانیو او نورو زیربناوو د کنډوالو د پاکولو لپاره ښايي ۲۱ کاله وخت او ۱۲ میلیارده ډالر مصرف ته اړتیا شي.
له بلې خوا په غزه کې د اسرائیلو پوځ په پرله پسې ډول له اوربند سرغړونه پیل کړی.
تېر ه ورځ د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې په رفح ښار کې د کثافاتو د پاکولو پر خلکو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یو فلسطیني ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول.
د اسرائيلو په بمباريو کې له ويجاړ شويو ودانيو څخه د فلسطيني شهيدانو جسدونه لا هم موندل کېږي او تر اوسه له ۲۰۰ ډېر جسدونه را ايستل شوي دي.
اټکل کیږيو چې تر خاورو لاندې به تر ۱۰ زرو د ډیرو کسانو مړي وموندل شي.