افغانستانخبرونه

په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان له زندانونو زر ګونه افغانان خوشې شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګرۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې یې د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه څه باندې ۴ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ازاد شوي دي.

اعلامیې زیاتو کړې دغه کسان د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو تر څنګ د بېلابېلو لاملونو له مخې نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري د افغانانو نیول زیات شوي چې په کوردننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.