افغانستانخبرونه

د کابل-جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې پرمهال یو تن مړ او څلور ټپیان شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایې، تېر ماښام د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ماهیپر په سیمه کې یو کرولا سیند ته لوېدلې، چې پرمهال یې یو کس او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره یاده پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده، چې په ټپیانو کې موټر چلوونکی هم شامل دی.

له دې څو ورځې وړاندې هم د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند په قرغیو ولسوالۍ کې هم د یوې ترافیکي پېښې پرمهال شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.