کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم د غوښتنې هرکلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د عدالت پر لور یو مهم ګام بللی دی.
ملګرونو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره طالبانو ته دا یو جدي خبرداری بللی او ټینګار یې کړی هغه هېوادونه چې غواړي له طالبانو سره اړیکې عادي کړي باید پوه شي چې له طالبانو سره په جرمونو کې شریک دي.
اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې د بشریت پر ضد جرمونه ترسره کړي او دا ډول کړنې د روم د اساسنامې له مخې جرم ګڼل کیږي او باید ژر تر ژره ورته رسیدګي وشي.
د دغه سازمان کارپوهانو یو ځل بیا له افغان نجونو او ښځو خپل ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې باید پوه شي چې نړیواله جنایي محکمه د دوی وضعیت ته رسیده ګي کوي.
د یاد سازمان کارپوهانو په ټینګار سره له نړیوالې جنایي محکمې غوښتي چې د طالب مشرانو د نیولو حکم دې ژر تر ژره صادر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې د جګپوړي څارنوال له خوا د طالبانو د مشر د نیولو غوښتنه په ملي او نړیواله کچه له هر کلي سره مخ شوې ده.