
کابل ټيليګراف (سلواغې 9مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني چې سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللې وه، د دغه هېواد له خصوصي او دولتي سکتور سره د شاوخوا لس میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۶ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه سفر پر مهال د ایټالیا لومړۍ وزیرې د سعودی عربستان ولیعهد شهزاده بن سلمان او ګڼ شمېر چارواکو سره لیدنې وکړې، دغه راز یې د سعودي عربستان له یو شمېر تاریخي او تفریحي سیمو څخه هم ننداره ترسره کړه.
جورجیا میلوني تېره ورځ په درې ورځيني رسمي سفر سعودي عربستان ته تللې.
د سعودي عربستان او ایټالیا ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پیاوړې شوې دي.
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې سعودي عربستان ته د ایټالیا صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ سلنه زیات شوي دي.