خبرونهنړۍ

د امریکا د الوتکې غورځیدو پېښې څخه ۱۹ جسدونه را ویستل شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

امریکايي رسنیو واشنګټن ډي سي ته څېرمه د امریکايي هوايي شرکت د یوې الوتکې د لوېدو خبر ورکړی دی.

دغه الوتکه چې له کانزاس څخه واشنګټن ته روانه وه، د امریکا د پوځ له بلک هاک چورلکې سره د ټکر له امله د پوټومیک سیند ته ولوېده.

د را پورونو له مخې؛ په مسافر وړونکې الوتکه کې ټول ۶۸  تنه او په چورلکه کې درې تنه سپاره وو، چې تر اوسه د نولس تنو جسدونه را ویستل شوي دي.

امریکایي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښایي، د پېښې ټولو قربانیانو ژوند له لاسه ورکړی وي.