خبرونهلوبې

د افغانستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې ماتې ومنله

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه  د اسټراليا په مېلبورن ښار کې د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې پر وړاندې تمريناتي لوبه کې په اوه ویکټو ماتې  ومنله.

په دغه لوبه کې شل اورونو کې افغانستان ښځینه لوبډلې ۱۰۴ منډې وکړې، چې سیالې لوبډلې د درې لوبغاړو په سوزیدو سره پوره او لوبه یې وګټله.

دغه لوبډله له درې کلن ځنډ وروسته، په جلاوطنۍ کې دا شل اوریزه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډله د طالبانو له واکمنۍ وروسته منحل شوې او هغوی ته د لوبې اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې سره، دغه لوبډله له افغانستانه بهر په ځانګړې توګه په اسټرالیا کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.