افغانستانخبرونه

په افغانستان کې په ۵۷۰ مخابراتي سایټونو جوولو باندې کار پیل شوی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي، په  افغانستان کې یې په ۵۷۰ مخابراتي سایټونو باندې یې کار پیل کړی، چې تر دا مهاله یې ۵۰ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې ویلي، چې د افغانستان په کابل، کندهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی.

دغه اداره وایي، یاد سايټونه به د يوه کال په موده کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په فعالېدو سره به یې، دغه سيمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.