کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
رسنیزو سرچینو خبر ورکړی، چې ناڅرګنده کسانو په کابل کې دوه وروڼه په ډزو وژلي
د را پورونو له مخې؛ دغه دوه وروڼه عثمان او عرفان نومیده او سې شنبې په ورځ د کوتل خیرخانې په سیمه کې د موټر سایکل سپرو له لورې په ډزو وژل شوي.
ویل کیږي، دغه دوه وروڼه ورزشګاران وو او هیڅ ډول دښمني یې نه درلوده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
د یادونې وړده، چې په روانه اونۍ کې خوست، ننګرهار، کابل او هلمند ولایتونو کې نږدې شل تنه د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.