کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو حکومت ویاند ذبیج الله مجاهد وایې چې د روانې سلواغې میاشتې په ترڅ کې به د ټولو یو میلیون او ۴۰زره دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.
مجاهد په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي هیڅوک دې په دې اړه اندېښنه نهکوي او په وینا یې، د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري او د بهرنیو مرستو د کولو یا نهکولو پورې اړه نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې واندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا تر ميليوني کڅوړو او نورو مرستو بندېدو وروسته يوازي نظاميانو ته معاشونه او اعاشې ورکول کېږي او تر امر ثاني پورې پر ملکي مامورينو هر څه بند دي.