![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c3p6d8ee9e9442dbok_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په دغه هېواد کې د افغانانو نیولو او په زوره بېرته افغانستان ته ستنولو په غبرګون ویلي: «د پاکستان د حکومت دغه چلند ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کرکې زېږوي.»
سردار احمد شکېب ویلي: «هیله کوم چې دغه ډول اعمال چې پولیس هر ځای کې افغانان تنګوي، ځوروي او کاروبارونو څخه یې لاسونه ور لنډ کړي، لاس واخلي، ځکه دغه چلند نفرتونه او کرکې زېږوي، نورې کومې ستونزې چې د پاکستان دي هغه نه شي حل کولای».
د طالبانو دغه سفیر ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې خبرې روانې دي، څو د افغانانو پر وړاندې ستونزې حل کړي.
نوموړی زیاتوي:« موږ هڅه وکړه، دا خبره مو له دې خلکو سره شریکه کړه، چې حتی ځينې ماشومان او ښځې هم نیول شوي وو، خو نن یې بېرته ځينې خلک خوشې کړي دي، هغه چا چې کارتونه لرل هغه خوشې او ورته سپارښتنه شوې، چې اسلام اباد او پېنډۍ پرېږدي، موږ خپلې هڅې جاري ساتو چې د پاکستان حکومت سره له نږدې په دې اړه کار وکړو».
له تېرې جنورۍ میاشت راهیسې په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي، کور په کور د افغانانو لټون روان دی او ځای ځای افغانان نیول کېږي، چې پولیسو زیات شمېر افغانان له نیولو وروسته افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي دي.