![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Gfzq2TuW0AAjnng-1.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د ۶۳۲ ویکټو په اخیستو سره په دغه فارمټ لوبو کې د تر ټولو زیاتو ویکټو اخیستو ریکارډ پخپل نوم کړ.
هغه په نړۍ کې یواځینی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې ۶۳۲ ویکټې اخلي.
تر دې وړاندې د ویسټ انډیز پخواني الرونډر لوبغاړي ډي جي برو سره یاد ریکارډ وو. هغه په شل اوریزو لوبو کې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې، دغه راز ویسټ انډیزي بل توپ اچوونکی سنیل نایرین بیا ۵۳۱ ویکټو په اخیستو نړۍ کې دريم ځای لري.
راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو زیاتو ویکټو په اخیستو خوښي ښودلې او دا چاره یې د افغانستان او ځآن لپاره ویاړ بللی.