افغانستانخبرونه

پکتیا کې ترافیکي پېښې؛ ۱۶ کسان ټپیان شوي دي

( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )

د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

 پکتيا لپاره د طالبانو د امنيې قومانداني وياند منيب ځدراڼ وایي چې تېره ورځ د ګردېز -خوست پر لویه لار د غلګۍ سیمه کې پاسو او ټوډي موټرو ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي.

دی وایي، دویمه ترافیکي پېښه هم په دې سیمه کې د سراچه او بکسې موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې چې په ترڅ کې یې پنځه کسان ټپیان شوي او درېيمه ترافيکي پېښه د احمدابا ولسـوالۍ په بازار کې د یوه کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ شوې چې درې کسان په کې ټپیان شوي دي.