![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/A.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال)
افغان لوبډله په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان لوبډله به په یاد هېواد کې له څو ورځو تمریناتو وروسته خپله لومړۍ لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې به افغان اتلان خپلې دوه تمریناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دویمه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې په ترتیب سره د لاهور په قذافي او کراچۍ کرکټ لوبغالو د روانې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره کړي.