افغانستانخبرونه

د رونټیا نړیوال سازمان وروستي راپور ته د طالبانو غبرګون

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو مرستیال ویاند ویلي، د رونټیا نړیوال سازمان وروستۍ راپور کې دافغانستان په اړه ناسم قضاوت شوی دی او دوی یې ردوي.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت ویلي، افغانستان کې د فساد پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شوي او کچه یې صفر ته نږدې شوې او د حکومتولۍ سیستم له فساده پاک شوی دی.

هغه ویلي، د دغه ډول سازمانونو احصایې ناسمې دي، ځکه چې د عقده مندو کړیو په لمسون له ناسمو سرچینو څخه کار اخلي.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې راغلي، افغانستان د عامه یا دولتي سکټور د فساد برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له منځه ۱۶۵ځای خپل کړی چې د تېر کال په پرتله درې درجې ښکته راغلی دی.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور له مخې، افغانستان د دغه سازمان «د فساد د ادراک شاخص» له ۱۰۰ نمرو ۱۷ نمرې اخیستي چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳ نمرې کمې دي.

د افغانستان دغه نمرې په ۲۰۲۳ کې ۲۰ او ۲۰۲۲ کې ۲۴ وې.