افغانستانخبرونه

طالبانو ټلویزیونونو کې د سیاسي او اقتصادي بحثونو د بندیدو امر کړی

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت کابل کې ټلوېزیونونو ته امر کړی چې د سیاسي او اقتصادي بحثونه او مرکو له ثبت او خپرولو څخه ډډه وکړي.

د خبریالانو مرکز ویلي، یاد وزارت امر کړی رسنۍ کولی شي یوازې د حکومتي ویاندویانو سره مرکې وکړي.

افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي چې دغه مرکز په دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګندوي او دا اقدام د «لږ پاتې نیوکه کوونکو غږونو» ځپل بولي او د یو غږیز سیاست د پلي کولو هڅه ګڼي او غندي یې.

سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلواغې په ۲۳مه د چهارشنبې په ورځ، د کابل یو شمېر ټلوېزیونونو ته شفاهي خبرداری ورکړی چې نور سیاسي برنامې خپرې نه کړي.

سرچینې وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د دې پرېکړې د دوام یا څرنګوالي په اړه به د راتلونکې اونۍ تر دوشنبې (راتلونکي درېیو ورځو کې) پرېکړه وکړي. تر اوسه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددې پرېکړې او په دې اړه چې موقتي به وي او که تلپاتې څه نه دي ویلي.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، چارواکو لږ تر لږه ۲۳ د رسنیو اړوند فرمانونه او کړنلارې صادر کړي، چې پر خبریالانو او رسنیو یې ګڼ محدودیتونه رامنځته کړي.