
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو اتلې لوبډلې ته به ۲،۲۴ میلیون ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.
د کرکټ نړۍوالې شورا پرون د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو نغدي جایزې اعلان کړې دي.
یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه جام اتلې لوبډلې ته به ۲،۲۴ میلیونه ډالر او دویم مقام لوبډلې ته به ۱،۱۲ میلیون ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.
خپرپاڼه کې راغلي، د درېیم او څلورم مقام لوبډلو ته به ۵۶۰ – ۵۶۰ زره ډالر، د پنځم او شپږم مقام لوبډلو ته به ۳۵۰ ـ ۳۵۰ زره ډالر ورکړل شي.
سرچینې زیاته کړې، د دغو سیالیو د اووم او اتم مقام لوبډلو ته به ۱۴۰ – ۱۴۰ زره ډالر او په دغو سیالیو کې د کروپي لوبو هرې ګټونکې لوبډلې ته به ۳۴ زره ډالر د جایزې په توګه ورکړل شي.
سرچینې زیاته کړې، د اتلانو جام سیالیو ټولې نغدي جایزې ۶،۹ میلیون ډالر ټاکل شوې چې د پخوا په پرتله په کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا ويلي، د یادو پیسو ترڅنګ به هرې لوبډلې ته په چمپینز ټرافي لوبو کې د ګډون له کبله ۱۲۵۰۰۰ ډالر هم ورکړل شي.
د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ د اتو لوبدلو په ګډون پیلېږي چې افغان لوبډله له اسټرالیا، سوېلي افریقا او انګلیستان لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.