
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د روان کال د حوت له لومړۍ نېټې وروسته، ټول هغه کسان چې د دې وزارت د قونسلي خدماتو ریاست ته مراجعه کوي، باید خپل اسناد د افغان پُست د نمایندهګیو له لارې واستوي.
په دغه خبرپاڼه کې د افغان پُست د څانګو لیست هم خپور شوی، چې د اسنادو د ترلاسه کولو وروسته به اړین اجراآت ترسره کوي. په دې لیست کې، مرکزي پُستخونه، د مکروریانونو پُستخونې، د آریا ښارګوټي، قصبې، خیرخانې او قلعه فتحالله پُستخونې شاملې دي.
یادې څانګې به د اسنادو د استولو تر څنګ، د (د جرم نهلرلو سند) یا عدم مسوولیت اسنادو د پروسس چارې هم پر مخ وړي.
له هغه وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، د قونسلي خدمتونو بهیر له ګڼو بدلونونو سره مخ شوی دی.