خبرونهلوبې

افغان لوبغاړي د تکوندو په اسیایي سیالیو کې دویم مقام تر لاسه کړ

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان د تکواندو ملي اتل حکمت الله زین د آسیا تکواندو آزادو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.

حکمت الله زین، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د منفي اته شپیته کیلوګرامه وزن لوبغاړی چې د آسیا تکواندو آزادو سیالیو اتلولۍ نیمه پای لوبې ته د درېیو بریاوو سره رسیدلی و، دا پړاو هم وګاټه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

دغه لوبغاړي په وروستۍ لوبه کې د ایران له محمد صادق دهقاني څخه ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

حکمت الله زین په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني لوبغاړي پر وړاندې سیالي وکړه او په دوو پړاوونو کې یې بریا ترلاسه کړه.