افغانستانخبرونه

د طالبانو یو لوړ رتبه پلاوی ایران ته تللی

( کابل ټيليګراف (کب ۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت یو لوړ رتبه پلاوی ایران ته تللی.

دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالحق اخوند په مشرۍ دغه پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د دغه سفر موخه د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د نشه یي توکو پر ضد مبارزې په برخه کې د همکارۍ زیاتېدو په اړه خبرې اتري دي.

که څه هم ایران طالبان په رسمیت ندي پيژندلې، خو بېلا بېلو برخو کې ورسره نږدې اړیکي لري.