افغانستانخبرونه

طالبان: د افغانستان د اوبو سرچینو سره په ملي او مسلکي ډول چلند ندی شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اوبو د څېړنې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو سرچینو سره په ملي او مسلکي ډول چلند ندی شوی.

هغه ټینګار وکړ چې اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیم بدلونونو، د ککړتیا د کچې زیاتوالي، د انساني اړتیاوو د پراخیدو او د اوبو د سرچینو سره د ناسم چلند له امله دا حیاتي سرچینه په پراخه کچه کمه شوې او لا هم په کمیدو ده.

ملا برادر زیاته کړه، افغانستان پراخه د  اوبو زېرمې او سرچینې لري، خو له بده مرغه د هیواد په معاصر تاریخ کې، د بېلا بېلو دلایلو له امله، د دې سرچینو سره په مسلکي او ملي توګه چلند نه دی شوی.

د یادونې وړده، چې وروستیو کې طالبانو د اوبو مدیریت کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.