
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په فاریاب ولایت کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت په خواجه سبزش ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل ځان زندۍ کړی دی.
په فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه بیګا ماښام د خواجه سبزش ولسوالۍ په قشلاق تپې سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغې ښځې ۲۷ کاله عمر درلود او ځان یې زندۍ کړی دی.
طالبانو د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.
د یادنې ده چې د طالبانو له راتګ سره د ځان وژنې پېښې په بېلابېلو ولایتونو کې زیات شوې دي او څه موده مخکې په کندهار ولایت کې یې هم یوې ځوانې پیغلې ځان وژلی و.