
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له غرمې وروسته چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د انګلستان سره کوي.
دغه سیالي به د پاکستان په لاهور ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یونیمه بجه پیل شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۸مه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او هند برخه لري.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه سوېلي افریقا ته بایللې ده او انګلستان هم په خپله لومړۍ لوبه کې له اسټرالیا څخه ماته خوړلې.
د سیالیو (الف) ګروپ کې پاکستان، هند، بنګلهدېش او نیوزیلنډ شامل دي چې هند او نیوزیلنډ لوبډلو بل پړاو ته لار پیدا کړې ده، پاکستان او بنګلهډېش بیا دوه دوه لوبې بایللې او په دغو سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوې، خو یوه یوه لوبه یې لاهم پاتې ده.
همدارنګه په (ب) ګروپ کې سوېلي افریقا او اسټرالیا لوبډلو یوه یوه لوبه ګټلې، افغانستان او انګلستان بیا خپله یوه یوه لوبه بایللې ده.
ټاکل شوې چې نن به په دغو سیالیو کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره لوبه ترسره کړي.