افغانستانخبرونه

فطرت: دا مهال په ټول هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعاله دي

( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ رسنۍ فعالیت لري چې ۸۴ تلویزوني، ۲۷۳ راډیويي، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ په کې شاملې دي.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افاق خبري اژانس  د خپل رسنیز فعالیت د پیل اعلان وکړ.

هغه لیکلي، په تېرو درې نیمو کلونو کې که یو خوا یو شمېر  د بهرنیو له لورې تمویلېدونکې رسنۍ تړل شوې بل خوا یو شمېر نویو رسنیو په فعالیت پیل کړی.

فطرت وایي، دا مهال په افغانستان کې ټولټال  ۴۶۶فعالې تصویرې،صوتي او چاپي رسنۍ فعالیت لري، چې ۸۴ تلویزوني، ۲۷۳ راډیويي، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري.

ده زیاته کړې، د یادونې وړ ده چې په تېرو درې نیمو کلونو کې یوازې ۳۳ نویو راډیوګانو په فعالیت پیل کړی او د افاق خبري اژانس له فعالېدو او د هلمند (ستا) راډیو، د نورستان راډیو او پکتیا راډیو ګانو تر فعالیدو وروسته د مجموعي فعالو رسنیو شمېر تر ۴۷۰ پورې رسېږي.

فطرت په داسې حال کې دغه څرګندوني کوي چې طالبانو په رسنیو سخت محدودیتونه وضع کړي او د دوی په رتګ سره لسګونه رسنۍ وتړل شوې او لسګونو خبریالانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.