
کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو اقتصادي کمیسیون وایي، په خپله د دغه کمیسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د مالګې پالیسۍ او د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید شوه.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
سرچېنې لیکلي چې په دغه غونډه د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسوده او د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د مالګې پالیسۍ او د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو او اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پالیسیو په مسودو کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته راجع کړي.
اقتصادي معاونیت وایي، په غونډه کې دغه راز د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه پرېکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.