
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د ۲۰۲۳ زیږیز کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې ۵۰ زره فلسطېنیان وژل شوي او درې کمپونه تخلیه شوي دي
د اسلامي همکاریو سازمان په خپل اونیز راپور کې د غزې جګړې تلفات او مرګ ژوبلې شمېر خپور کړی دی.
د دغه راپور لمخې، د ۲۰۲۳ زیږیز کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې ۵۰ زره فلسطېنیان وژل شوي او درې کمپونه تخلیه شوي دي.
راپور وايي په لویدیځه تړانګه کې اسراييل په زوره څه باندې زر کورونه جوړ کړي.
سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.