
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
رویټرز خبري اژانس د عیني شاهد له قوله ویلي، چې امریکا او روس په دواړو هېوادونو کې د سفارتونو د فعالیت د بېرته عادي کولو په موخه په ترکیه کې سره بحث او خبري اتري کوي.
دغه اژانس زیاته کړه، په همدې موخه یو روسیي پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسیدلی او هلته به د امریکا په سرقونسلۍ کې د خبرو اترو لپاره میشت شي.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم پرون خبر ورکړی وو، چې د امریکا او د روسیې استازي به نن په ترکیې کې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د فعالیتونو د بهیر د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ټرامپ هم څو ورځې مخکې ټیليفون خبرې و کړې او د مخامخ کتنې په اړه یې هوکړه کړې.