
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو د UNFPA دفتر له لورې د ننګرهار په اوه ولسوالیو کې د ۴۶۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت لس روغتیایي ودانۍ جوړې شوي، چې په کې به د مور او ماشوم لپاره روغتیایي خدمتونه ترسره شي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئيس مولوي امین الله شریف ویلي، دغه ودانۍ په دوربابا، نازیانو، اچین، خوږیاڼو، هسکط مینې او کوز کونړ ولسوالیو کې جوړې شوي، چې هره ودانۍ اته خونې ، تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.
ننګرهار چې د هېواد په کچه ګڼ میشته ولایت دی، چې لاهم په ډیرو سیمو کې خلک بشپړو روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې وړده، چې په دغه ولایت کې ډیری روغتیایي مرکزونه د خپلو ودانیو پرځایي په کرایه شویو کورنو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.