
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې یو کس د الکولي مشروباتو د انتقال په جرم په دُرو وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یوه کس ته د الکولي مشروباتو د انتقال په جرم په تعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلی، ابتدائیه محکمې یاد مجرم په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
طالبانو وړمه ورځ هم کابل ښار کې درې تنه په دُرو وهلي وو.