افغانستانخبرونه

طالبانو په بامیانو کې د یوې امریکایۍ له ۴ نورو کسانو سره یو ځای نیولې

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په بامیانو کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په بامیانو ولایت کې یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او څلور نور کسان چې د هغې ملتیایې کوله، نیولي دي.

سرچینو تائید کړې چې دا ښځه او د هغې ملګري چې یوه بله ښځه او درې نارینه پکې شامل دي، پرون د سلواغې پر ۱۳مه له ماسپښین وروسته د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، یوه افغانه ښځه او یو نارینه چې له کلونو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، له موټر چلوونکي او ژباړن سره یو ځای، د نیول شویو کسانو په ډله کې دي.

په بامیانو ولایت کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.