
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.
د طالبانو اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې جوړه شوه.
سرچېنې لیکلي چې په دغه غونډه کې بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، دارنګه د مایع ګاز د صنعت په اړه د ایراني پانګوالو له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې په اړه له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته په ټاکلې نېټه وړاندې کړي.