خبرونهنړۍ

د سعودي عربستان په کوربتوب د اسلامي همکاریو سازمان نن غونډه کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ایران هېواد په وړاندیز او د سعودي عربستان په کوربتوب نن د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیران په جده کې فوق العاده غونډه ترسره کوي، چې په کې به د غزې په نسل‌وژنې او د فلسطین د له‌منځه وړلو لپاره د اسرائیلو د پلان دوام باندې به بحث وشي.

تمه کېږي چې د اسلامي همکاریو سازمان وزیران به د غزې د خلکو د زورواکي ایستلو د هر ډول توطئې پر وړاندې په یوه متفقه او قاطع دریځ سره مخالفت وکړي.

را پورونه وایي، د دې سازمان وزیران به د غزې د بیا رغونې او د فلسطین مظلومو خلکو ته د بشري مرستو د لېږلو ملاتړ وکړي او د جنګي جنایتونو او نسل‌وژنې د ترسره کولو له امله به د اسرائیلو د مشرانو د مواخذې او سزا غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو تازه په غزه باندې د هر ډول مرستو لیږد بند کړی دی.