د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګرینلنډ ته ماتې ورکړه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو په برازیل کې د څلور اړخیز فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کې کرینلنډ ته پنځه پر څلور ماتې ورکړه.
د ایراف د راپور له مخې، د افغانستان او ګرینلنډ ترمنځ لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت سهار ۱:۳۰ بجې په برازیل کې ترسره شوه چې دا لوبه د ۵-۴ په پایله د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره امید قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي، بهمن ګرګیج او محمد مرادي ګولونه ووهل.
د افغانستان ملي لوبډلې په داسې حال کې په برازیل کې د بینالقارهیي ټورنمنټ په خپلې لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه چې د اکبر کاظمي، سید مجتبي حسیني، رضا حسینپور، حسین محمدي او حمید رضا حسیني په څېر ستوري لوبغاړي ورسره شتون نلري.
دا لوبغاړي د ویزې د صادرېدو د ځنډ له امله یوازې څو شېبې وړاندې برازیل ته رسېدلي دي.
دا د ګرینلنډ لپاره په دې ټورنمنټ کې دویمه لوبه او دویمه ماتې وه.
دې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د برازیل پر وړاندې د ۱۳-۰ په پایله بایللې وه.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان به په خپلې راتلونکې لوبه کې د نړۍ د اتلې برازیل لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.
دا لوبه به سبا شنبه د کب ۱۸مه، د افغانستان پر وخت سهار ۴ بجې ترسره شي.