
( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
نړیوال کرکټ کونسل (آی سي سي) د چیمپئنز ټرافي یا اتلانو جام د سیالیو غوره لوبډله اعلان کړه، چې په کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي.
په سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه یوازې د ۳ لوبډلو لوبغاړي د ټورنامنټ په غوره لوبډله کې شامل شوي دي.
د ټورنامنټ د ۱۲ کسیزې غوره لوبډلې په جوړښت کې د هندوستان ۶، د نیوزیلینډ ۴ او د افغانستان ۲ لوبغاړي شامل دي.
د کوربه هېواد پاکستان هیڅ لوبغاړی په دغه لوبډله کې شتون نلري، خو د افغانستان څخه ابراهیم ځدران او عظمت الله عمرزی په دغه لوبډله کې شامل کړای شوي دي.
د هندوستان ویرات کوهلي، شریاس اییر، کي اېل راهول، محمد شامي او ورون چکرورتي د ټورنامنټ په غوره لوبډله کې ځای لري.
د نیوزیلینډ رچن روندرا، ګلین فلپس، مچل سینټنر او میټ هینري هم د آی سي سي د ټورنامنټ په غوره لوبډله کې شامل دي.
د هندوستان اکشر پټیل د لوبډلې د ۱۲م لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی.