
( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د علي باقري په نوم یو افغان وګړی چې په اترېش کې اوسیږي، د ملګرو ملتونو سازمان، ناټو سازمان او د نړيوالو جرمونو سره د مبارزې او نړيوالې سولې سازمانونو لخوا ورته افتخاري مډال ورکړل شو.
دا افتخاري مډال د مارچ د ۷ او ۸ نېټو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې په البانیا کې جوړه شوې وه، ښاغلي باقري ته ورکړل شو.
هغه ویلي، دغه مډال ورته د سولې په برخه کې په نړیواله کچه د هڅو له امله ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو افغان وګړو ته په بېلا بېلو برخو کې د لاسته راوړنو او هڅو له امله مډالونه ورکړي دي.