
کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد د کانونو د پراختیا او اقتصادي ودې په موخه د کوچني او ستر مقیاس ۳۶ د کانکیندنې او استخراج پروژې منظور کړې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، له دې جملې څخه ۲۵ پروژې د کوچني مقیاس کانونو پورې تړاو لري چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیتلرونکي ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوي دي.
هغه لیکلي، همداراز، ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمرو ډبرو د استخراج په موخه منظورې شوې دي، چې له مهمو پروژو څخه یې د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو، او د هرات کشک او تیرپل د ګازو حوزې یادونه کولی شو.
دی وایی، دا پروژې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، کاري فرصتونو زیاتوالي او د طبیعي زېرمو مؤثرې استفادې کې مهم رول ولوبوي.