خبرونهسیمه

بلوڅ بېلتون پاله ډله: د پاکستان ټول ۲۱۴ برمته پوځیان مو ووژل

کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د پاکستان د پوځ ویاند وایي بلوچستان کې پر رېل ګاډي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته پورته شوی خو د بلوڅ بېلتون پالې ډلې ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۱۴ ټول یرغمل شوي وژلی دي.

تېره اونۍ د بلوچستان ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو (بلوچستان ازادي غوښتونکې ډلې ‎پر یوه رېل‌ګاډي برید وکړ. د راپورونو له مخې، لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزول شوې او وروسته وسله‌والو د رېل‌ګاډي کنټرول په لاس کې اخیستی دی. په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ کسان، چې ۱۸۲ یې پوځي او امنیتي ځواکونه وو، برمته ونیول شول.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، بلوچستان کې پر رېل ګاډي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته پورته شوی دی.

د رویټرز د راپور لمخې، چودري تېره ورځ (جمعه) په یوه خبري غونډه کې دغه راز زیاته کړې چې دغه برید کې ۲۳ پوځیان، درې د رېل ګاډي کارکوونکي او پنځه مسافر وژل شوي دي.

په ورته مهال، بلوڅ بېلتون پالې ډلې چې د دغه برید مسوولیت یې منلی و، په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغه بریده یې ۲۱۴ یرغمل شوي ټول وژلي دي.

بلوڅ آزادي غوښتونکي ګواښ کوي چې جګړه یې لا ختمه شوې نه ده، بېلابېلو سنګرونو کې یې جنګ روان دی او د دې عملیاتو له ختمېدو وروسته به رسنیو سره جزییات شریک کړي.

د پاکستان پوځ له دوو ورځو راهیسې رسنیو کې ادعا کوي چې عملیات یې پای ته رسولي او برمته شوي یې را خلاص کړي دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي، چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په نوم هم پېژندل کېږي، په پاکستان کې د بلوچستان ایالت د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. دوی ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د بلوچستان طبیعي زیرمو څخه ګټه اخلي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه د پاکستان حکومت لپاره لویه ننګونه ګرځېدلې ده.