افغانستانخبرونه

طالبان: ۱۸ میلیونه غیرقانوني سیمکاټونه مو راجسټر کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې تر اوسه یې د هېواد په کچه ۱۸ میلیون غیرقانوني سیمکارټونه ثبت او راجسټر کړي دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په له خلکو سره د غیرقانوني سیمکاټونو شتون چې ډیری کسانو ته اندېښنې پیدا کړې وې.

سرچېنې لیکلي چې دوی د دغو سیمکاټونو د ثبت لړۍ پیل کړه او تراوسه یې ۱۸ میلیون سیمکاټونه ثبت او راجسټر کړي دي.

د مخابراتو وزارت ټینګار کوي، چې د باقي پاتې غیرقانوني سیمکارټونو د ثبت او راجسټر بهیر به دوام لري، څو د مخابراتي شبکو فعالیتونه له قوانینو سره سم عیار شي او د امنیتي اندېښنو مخه ونیول شي.

که دا پروسه په بریالۍ توګه ترسره شي، نو تمه ده چې د افغانستان د مخابراتي شبکو د کاروونکو امنیتي وضعیت ته وده ورکړي، د درغلیو او مجرمانه فعالیتونو مخنیوی وشي، او خلکو ته د مخابراتي خدماتو لا خوندي سیستم برابر شي.

د راپورونو له مخې، د هېواد په کچه ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري.