
کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون په داسې حال کې د شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظور کړې چې له څه باندې دوو میاشتو راهېسې یې د خپلو کارکوونکو تنخواګانې نه دي ورکړي.
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمیسیون ناسته د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې اته پروژې منظور شوې، ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې.
اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون په علياباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول، د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
دا پروژې په داسې حال کې منظور شوي دي چې طالبانو له څه باندې دوو میاشتو راهېسې د خپل کارکوونکو معاش نه دی ورکړی.