
کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو ویاند په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه ویلي چې نور د افغانستان په وړاندې پروپاګند او د مغرضو کړیو د لاس آله نه شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره وغځاوه.
د طالبانو ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه ویلي، چې دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو سم انعکاس، او د افغانانو د نړیوالو حقونو ترلاسه کولو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې یوناما باید د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پیسو د کنګلتیا پای ته رسولو، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي.
هغه ویلي، چې یوناما باید له بې ځایه تشویشونو ډډه وکړي او د افغانستان په وړاندې پروپاګند او د مغرضو کړیو د لاس آله نه شي.
په ټوله کې، د یوناما ماموریت غځول په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ، نړیوال تعامل، او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم ګڼل شوی دی.