افغانستانخبرونه

د صادراتو لپاره د واحد سیسټم رامنځته کولو طرحه تایید شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې، د صادراتو په اړه د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه تایید شوه.

دغه غونډه تېره ورځ شوې ده.

د اقتصادي کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرحه به په صادراتو کې د جعل مخنیوي، د صادراتو وخت او لګښت کمولو، د تضمین اعتبار زیاتولو او په ټوله کې د صادراتو زیاتولو کې مهم رول ولري.

یاده طرحه د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.

په افغانستان کې د صادراتو پروسه له بېلابېلو وزارتونو او ادارو سره تړاو لري، چې ځینې وختونه د همغږۍ نشتوالي له امله ستونزې رامنځته کېږي. د واحد سیستم رامنځته کول به دا ستونزې راکمې کړي او د صادراتو پروسه به ګړندۍ او اسانه کړي.

د واحد سیستم د تطبیق لپاره اړوند وزارتونه او ادارې موظف شوي چې په ګډه کار وکړي او د سیستم د پلي کېدو لپاره لازم تدابیر ونیسي. همدارنګه، د سیستم د بریالي تطبیق لپاره به د کارکوونکو ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم ترسره شي.

په ټوله کې، د دې واحد سیستم رامنځته کول به د افغانستان د صادراتو په وده او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.