
( کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د سعودی عربستان په ریاض کې د یوه ۱۱ میرمنو په ګډون ۵۰ تنه د غیر اخلاقي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د فاینانشل ټایمز د خبر له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې لسګونه بهرني اتباع شامل دي او په مساج مرکزونو کې په غیر اخلاقي جرمونو کې د ښکیلتیا په تور نیول شوي دي.
په ورته وخت کې ۱۴ یمني وګړي په دې تور نیول شوي، چې ماشومان او میرمنې یې سوال کولو ته مجبورولې.
تېره میاشت هم د سعودي پولیسو په یوه مساج مرکز کې د غیر اخلاقي فعالیتونو په تور ۴ بهرني اتباع نیولي وو.