افغانستانخبرونه

طالبان: د معاشونو نورم د تغیر په اړه اوازې ناسمې دي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو مالیې وزارت وایي، په ټولنیزو پاڼو کې د معاشونو د نورم د تغير په تړاو کوم لیستونه او اوازې چې خپریږي، په مطلق ډول ناسمي دي او د خپل کارکوونکو تنخواګانې هم همدا روانه اونۍ ورکوي.

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبان دا مهال له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د ۱۴۰۳ کال په پای ته رسېدو سره اوس هم د مامورينو د دوو مياشتو معاش قرضداره پاتې دی، تازه د معاشونو او تشکيلاتو کمولو کار روان کړی دی.

راپورونو کې دغه راز راغلي چې طالبانو  له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې د دولتي مامورينو د معاشونو کمولو طرحه چمتو کړې ده.

خو نن د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په ټولنیزو پاڼو کې د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغير په تړاو کوم لیستونه او اوازې چې خپریږي، په مطلق ډول ناسمي دي.

هغه لیکلي، د ماليې وزارت سره له دې چي دا لیستونه او اوازې ردوي هيوادوالو ته ډاډ ورکوي چي د امارتي ادارو معاشات به په دې اوونۍ کي د پخوا په څېر اجراء شي.