
کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په غزه کې د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي او دغه کار یې د بشري او نړۍوالو قوانیو خلاف عمل بللی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «پر غزې تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیاپیل، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې ګناه فلسطینیان، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.»
یاد وزارت لیکلي، دا عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.
طالبانو په ټولو هېوادونو غږ کړی چې په دغه برخه کې عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.