افغانستانخبرونه

غزه کې د اوربند پای:د اسراییلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲4 کب ۱۴۰۳ لمریز کال

وروسته تر هغې چې تېره ورځ د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې اوربند پای ته ورسید د اسراییلو له لوري په تازه بریدونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د دې ډلۍ سره د یرغملو کسانو په تړاو هم څه نشته

اسرییلو بیا ویلي چې یاد بریدونه یې د امریکا په سلا باندې ترسره کړي دي.

تر دې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک یادو بریدونو ته په ایشاره ویلي چې د اوربند دوهم پړاو دې پیل او یرغمل شوي کسان دي خلاص شي.

بل لوري ته د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، چې اسراییل د بریدونو ترسره کولو دمخه د متحده ایالاتو ادارې سره مشوره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند برایان هیوز ویلي حماس کولای شو، چې د اوربند د غځولو لپاره یرغمل خوشې کړي؛ خو پرځای یې انکار او جګړه غوره کړه

بل خوا د حماس په بند کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو کورنۍ د اوربند پر ماتېدو اعتراض کړی.

حماس بیا تېره ورځ وویل، اسراییل د اوربند تړون لغوه کړی چې له امله یې په غزه کې د ۵۹ یرغمل شویو کسانو برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر حماس تورن کړی، چې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څخه یې انکار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف وړاندیزونه یې رد کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، چې اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې د پوځي ځواک په پراخولو سره عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته په خپله لومړیو ویناوو کې وویل چې غواړي د روسیې او اوکراین او همدرانګه د حماس او اسرییلو ترمنځ روانه جګړه ختمه کړي خو تر دې مهاله پورې یوې هم نتیجه نه ده ورکړې