خبرونهلوبې

پریټي زینټا شریاس‌ایر ته: ۹۷ منډې دې له سليزې غوره دي

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

وروسته تر هغې چې د ای پي ایل سیالیو په لړ کې پنجاب لوبډلې  په خپله لومړۍ لوبه کې ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه، د بالیووډ ستورې او د پنجاب لوبډلې مالکې پریټي زینټا پر خپله فیسبوک پاڼه لوبډلمشر شرياس ته لیکلي چې ۹۷ منډې یې ورته د ۱۰۰ هم غوره وې.

پرېټي زياته کړې چې په غوره رهبرۍ سره دې لوبو ته دوام ورکړه. هغې د یو شمېر نورو لوبغاړو ستاینه هم کړې چې په دې لوبه کې ښه کاکردګي وکړه.

شریاس ایر چې تېر کال یې د شارخ خان اړوند د کلکتې لوبډله په خپلې لوبډلمشرۍ اتله کړه سږکال د پنجاب لوبډلې د ټولې بولۍ دوهم قیمتي لوبغاړي په توګه په ۲۶.۷۵ کروړه هندۍ کلدارې واخیست او وروسته یې د دي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکه

د یادونې وړ ده چې پنجاب لوبډله د ای پی اي سیالیو کوم پړاو تر دې مهاله نه دی ګټلی او په افغانستان کې یاده لوبډله ډیر مینه وال لري خو تر مجیب الرحمن وروسته سږکال  عظمت الله عمرزی هغه افغان لوبغاړی دی چې په دې لوبډله کې لوبیږي