افغانستانخبرونه

طالبانو پنجشیر کې د څه باندې ۱۴۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

پنجشېر کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وایی، په یوه تازه بولۍ کې ۲،۲۰۸ قیراطه زمرد په ۱۴۶ زره او ۳ سوه امریکایي ډالرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند، سیف‌الدین لټون وايي، دغه زمرد د کانونو د نظارت کمېټې په حضور کې چې لسګونه سوداګرو هم پکې ګډون کړی و، وپلورل شول.

د هغه په وینا، د طالبانو تر بیا واکمنېدو او په پنجشیر کې د زمردو د قانوني را ایستنې له پیل وروسته، سلګونو ځوانانو ته، په ځانګړي ډول د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تر دې مخکې هم طالبانو په دغه ولایت کې د بولۍ له لارې زمرد پلورلي دي.

پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د لوړ کیفیت زمردو کانونه لري، او د دې کانونو استخراج د کلونو راهیسې د سیمې د اقتصاد لپاره مهم بلل کېږي.

  پنجشېر د نړۍ له مهمو زمرد لرونکو سیمو څخه شمېرل کېږي، چې زمرد یې د لوړ کیفیت له امله نړیوال شهرت لري.